سياستمهم خبرونه

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خبریالانو او سیاسي شنونکو ستاینه وکړه

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سه‌شنبې په ورځ د حوت ۱۹مه، په یوه رسمي غونډه کې له یو شمېر خبریالانو، سیاسي شنونکو او د رسنیو مسئولانو څخه د هغو د «اغېزمنو هڅو د ترسره کولو» له امله قدرداني وکړه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت سرپرست شیر احمد حقاني د طالبانو د ادارې له یو شمېر مشرانو، سیاسي کارپوهانو او د رسنیو له استازو سره ګډون کړی و. د وزارت په وینا، په دغه ناسته کې د رسنیو او سیاسي شنونکو پر رول د خلکو د پوهاوي په برخه کې ټینګار وشو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې مراسمو کې وویل، د «اوسني نظام ساتنه» او د امنیت ټینګښت د ټولنې د ټولو وګړو ګډ مسوولیت دی. نوموړي زیاته کړه، په جګړو او کړکېچونو کې د رسنیو او شنونکو دریځ کولی شي د عامه پوهاوي د لوړولو او د خلکو د سیاسي شعور د پیاوړتیا لامل شي.

حقاني همداراز څرګنده کړه چې رسنۍ دنده لري واقعیتونه په روښانه توګه منعکس کړي او د افغانستان «ریښتینی او مستند انځور» نړیو ته وړاندې کړي. هغه ادعا وکړه چې د افغانستان په خلکو کې هېڅ ډول ژبنی، سیمه‌ییز یا قومي برتري شتون نه لري او په هېواد کې یووالی او ورورولي حاکمه ده.

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو بنسټونو د طالبانو د ادارې له لوري د لګول شویو محدودیتونو، فشارونو او بندیزونو له امله شکایت کړی دی؛ داسې موضوع چې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ په اړه اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button